د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل

nu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۱۱:۵۰
image

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) ادارې مسؤل عبدالله الدردري د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي او د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو رئیسانو هم په کې حضور درلود، دواړو خواوو د متقابلو اړیکو او همکاریو د رامنځته کېدو د شونتیا او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د پوهنتون په اړه معلوماتي پريزنټیشن وړاندې کړ.

پوهاند بهسودوال د دواړو ادارو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو د رامنځته کېدو پر شونتیا خبرې وکړې او همدارنګه یې د پوهنتون یو شمېر وړاندیزونه، چې محصلینو ته د عملي زده کړو، فارغانو ته د انټرنشیپ زمینې برابرولو، د پوهنتون د څېړنیزو فارمونو، لابراتوارونو، کمپیوټر لیبونو تجهیزولو، د فوق لیسانس د نویو پروګرامونو رامنځته کول او مالي ملاتړ او د کرنې، انجنیري او اقتصاد پوهنځیو په برخه کې د ځینو پروژو تطبیق په کې وو، له راغلي پلاوي سره شریک کړل.

د (UNDP) ادارې مشر ښاغلي الدردري د پوهنتون مشرتابه ته په اړوندو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د دواړو ادارو تر منځ د یو تفاهملیک د رامنځته کېدو پر مسوده کار وکړي او د تفاهملیک په رڼا کې به متقابلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu