د ننګرهار پوهنتون رئیس او د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د تدریسي بهیر څخه نظارت وکړ.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۴۱
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي ددې پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو د روان تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه او د نظارت په موخه یې د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو حاضرۍ کنترول کړې.

نوموړو د پوهنځیو مسؤلینو او محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ورځنیو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت لوایح او مقررات په پام کې ونیسي او د خپلسرو رخصتیو او غیر حاضریو څخه ډډه وکړي.

نوموړو ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون رهبري د محصلینو معیاري زده کړو او هوساینې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په پوره لېوالتیا خپلو درسونو ته راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu