د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ددې پوهنتون مرکزي کتابتون سره د (۶۲۱) ټوکه کتابونو مرسته وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۱۶
picture

یاد کتابونه، چې د طب پوهنځي د ۸۳ تنو استادانو او علمي کادر غړو بېلابېل تالیفي اثار دي، د پوهنځي مسؤلینو د پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال په حضور کې اړوندې مرجع ته وسپارل.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي یاد کتابونه د طب پوهنځي د استادانو د کلونو اکاډمیکو هڅو او څېړنو پایله وبلله او زیاته یې کړه، چې یاد تالیفي اثار به د استادانو او محصلینو څېړنیز، تدریسي او زده کړه ییز بهیر لا پیاوړی کړي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د طب پوهنځي استادان به په راتلونکي کې هم د علمي اثارو د تالیف او چاپ په برخه کې خپلې هلې ځلې او کوښښونه جاري وساتي.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د پوهنتون د مرکزي کتابتون غني کولو په موخه د طب پوهنځي د یادې مرستې له کبله مننه وکړه.

نوموړي وویل: یاد کتابونه نه یوازې دا چې د استادانو او محصلینو د څېړنو او مطالعې لپاره اړین او ګټور دي، بلکې د پوهنتون څېړنیز او اکاډمیک حیثیت پیاوړتیا په برخه کې هم مهم ګام دی.

مرسته شوي کتابونه د ننګرهار پوهنتون څېړنو معاونیت او طب پوهنځي مسؤلینو له خوا د کتابتون امریت ته وسپارل شول، چې د محصلینو او استادانو مطالعې او لاسرسي لپاره په کتابتون کې کېښودل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu