د پکتیا پوهنتون محصلینو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۲۹
picture

د پکتیا پوهنتون  کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې ۱۳ تنو‎ محصلینو د یاد پوهنځي د دوو تنو استادانو په ملتیا د علمي سیر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.
راغلو محصلینو او استادانو یې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو برخو لیدلو څخه وروسته د پوهنتون رئیس او د علمي چارو مرستیال سره  په ریاست مقام کې ولیدل او د پوهنتون اړوند یې هغوی سره خپل تأثرات شریک کړل.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني راغلو محصلینو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته محصلینو لپاره د علمي سفرونو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او یاده چاره یې د محصلینو په روزنه کې ګټوره وبلله.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې علمي سیرونه د بېلابېلو ولایتونو د خلکو د کلتورونو او افکارو تبادلې او مسلکي پوهې زیاتوالي په برخه کې مهم وبلل او راغلو محصلینو ته یې د پوهنتون د تاریخچې، پوهنځیو ایجاد، لیسانس او فوق لیسان برنامو، کادري او غیر کادري پرسونل په اړه معلومات ورکړل.
د پکتیا پوهنتون محصلینو سره راغلو لارښود استادانو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې د دوی محصلینو ته یې د پوهنتون لیدنې زمینه برابره کړه.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون ته په علمي سفر راغلو یادو محصلینو ته د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو له خوا د پوهنتون د مختلفو برخو، علمي، تدریسي او څېړنیزو امکاناتو او سهولتونو په اړه معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu