د ننګرهار پوهنتون مشرتابه دې پوهنتون کې د تدریسي بهیر د بیا پیل سره سم له ټولو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۳:۲
Picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني ددې پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په ملتیا د نوي سمستر د پیل کېدو سره سم له  ټولو پوهنځیو څخه د لیدنې پر مهال د استادانو او محصلینو حاضري کتلو سربېره د پوهنځیو مسؤلینو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
د پوهنتون مشرتابه غړو د خپلو ویناوو پر مهال محصلینو ته د حاضرۍ، خپلو علمي او تحصیلي برخو کې د جدي هڅو ترسره کولو او د پوهنتون له امکاناتو په سمه توګه د استفادې په برخه کې سپارښتې وکړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د تېرو سمسترونو پر مهال شته ستونزې او اړتیاوې حل شوي.
نوموړو دغه راز د پوهنځیو مسؤلینو ته د تدریسي چارو ښه ترسراوي او بشپړ چمتوالي په اړه سپارښتنې وکړې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu