د ننګرهار د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۲:۴۵
picture

د ننګرهار ولایت د ۷ (خراسان، الفلاح، سپین غر، روښان، التقوا، اریانا او تابش) خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د نړیوال کنفرانس اجرائیه بورد غړو سره مشورتي ناسته وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند بهسودوال او د نړیوال کنفرانس د اجرائیه بورد مسؤلینو په دې پوهنتون کې د دایرېدونکي د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو پر ونډې بحث وکړ او د خپلو استادانو د علمي مقالو د سپارلو تر څنګ یې د کنفرانس په علمي او اجرایوي چارو کې د هغوی د فعال ګډون سپارښتنه وکړه.

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې د اقلیم بدلون مهمې موضوع په اړه یې د نړیوال کنفرانس تابیا کړې او د یاد کنفرانس د تنظیم په چارو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu