د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د ازموینو کمېټو مسؤلینو د پوهنتون مشرتابه سره غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۸:۲۶
image

 

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم هم برخه لرله، د راتلونکو ازموینو لپاره د پوهنځیو په کچه د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د پوهنځیو د ازموینو کمېټو مسؤلینو ته په راڼه او شفاف ډول د ازموینو د اخیستلو، په خپل وخت د نمرو اعلان، د محرومانو لیستونو شریکولو، تخنیکي وسایلو چمتووالي او نورو مواردو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.

د پوهنتون مشرتابه د ازموینو پروسې د لا بهبود په خاطر د پوهنځیو د مسؤلینو وړاندیزونه او نظرونه واخیستل او په یاده برخه کې یې د شته ستونزو د هواري ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د روان سمستر ازموینې به د لوړو زده کړو وزارت له خوا د رالېږل شوې طرحې او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې سره سم د لیندۍ په ۵ مه نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu