د ننګرهار پوهنتون د ازموینو مرکزي کمېټې غړو د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۵:۱
image

 

په یاده کاري ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي هم په کې برخه لرله، د راتلونکو ازموینو لپاره د طرزالعمل جوړولو او د ازموینو پروسې د روڼتیا لپاره د اړینو تدابیرو نیولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د ازموینو د مرکزي کمېټې غړو د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه، چې له امله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوي او د اصولو او مقرراتو سره سم یې د راتلونکو ازموینو د اخیستلو سپارښتنه وکړه.

نوموړو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د مجلس غړو ته لارښوونه وکړه، چې د ازموینو لپاره جوړ شوی طرزالعمل دې د پوهنځیو له مسؤلینو سره شریک او د بشپړ تطبیق څخه دې یې څارنه وکړي.

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د کمېټې د غړو په مرسته به په منظمه توګه د ازموینو د اخیستلو بهیر څارنه وکړي او د کمېټې د کړنلارې سره سم به ازموینې واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د روان سمستر ازموینې به د لوړو زده کړو وزارت له خوا د رالېږل شوې طرحې او د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې سره سم د لیندۍ په ۵ مه نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu