ننګرهار پوهنتون کې "په ننګرهار کې نجونو د زده کړو په وړاندې خنډونه، په سوله يې اغېزې او حللارې" تر سرليک لاندي ازاد بحث ترسره شو.

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۲:۴
image

د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز

د افغان ښځو د پرمختګ او هوساينې بنسټ AWWDA په همکارۍ په ننګرهار کې د نجونو د زده کړو په وړاندې خنډونه او حل لارې تر عنوان لاندې یو ازاد جوړ شو

په بحث کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې پر شته خنډونو او حل لارو خبرې وشوې .

په ياد بحث کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال او د حقوقو پوهنځي استاد پوهندوى سیداکرم هاشمي، د اقتصاد پوهنځي استاد او ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز مشر پوهندوى نعیم جان سروري، د ښوونې او روزنې پوهنځي استاده پوهنیار شیلا بابري ، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله ناصح او د ښځو چارو د ریاست د عامه پوهاوي امر محمد حامد هوتک ګډون کړی و.

بحث کې هغه ټول خنډونه چې د نجونو د زده کړو په مخ کې پراته دي راڅرګند او حل لارې ورته په ګوته شوې.

بحث کې دا هم جوته شوه چې ډیرۍ انجونې د تعلیم پریښودو له امله په رواني ستونزو اخته کیږي چې د ځان وژنې او تاوتریخوالي لامل ګرځي.

عمده ستونزې چې د نجونو د زده کړو پر مخ شته هغه امنیتي، اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري یادې شوې او د حل لارو لپاره یې عمده وړاندیزونه وشول.

سرچینه: ننګرهار پوهنتون سولې مرکز فیسبوک پاڼه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu