ننګرهار پوهنتون کې د څه دپاسه ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د رغنیزو چارو پرانیسته شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۴۶
image

 

په یادو رغنیزو چارو کې د دې پوهنتون د طب، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، وترنري علومو، ژبو او ادبیاتو او انجنیري پوهنځیو، د مرکزي لیلیې، پخلنځي، خوړنځي، مېلمستون، پوسته خانې او جنسي ډیپوګانو ودانیو بیا رغاونه او ترمیمات شامل دي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادو رغنیزو چارو پرانیسته د زمري په ۱۷مه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې وکړه، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب، د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال پیرمحمد ستانکزي او یو شمېر استادانو او اداري کارکوونکو یې ملتیا کوله.

پوهاند بهسودوال د یادو رغنیزو چارو په پيل خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې ددې رغنیزې پروژې په تطبیق سره به د پوهنتون په ذکر شویو پوهنځیو او اداري څانګو کې شته ستونزې له منځه لاړې شي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مننه وکړه، چې د دې رغنیزو چارو مالي ملاتړ یې وکړ او د ودانیز شرکت مسؤلینو ته یې جدي سپارښتنه وکړه، چې یادې رغنیزې چارې د قرارداد سره سم په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu