ننګرهار پوهنتون خپل غوره څېړونکي، مقاله لیکونکي استادان او نوښتګر محصلین وستایل.
د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت د بېلابېلو پوهنځیو ۱۳ تنه غوره څېړونکي، ۲۴ تنه د داخلي او نړیوالو کنفرانسونو ګډونوال مقاله لیکونکي استادان او ۲۲ تنه نوښتګر محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل او د هغوی د علمي – تحقیقاتي هڅو قدردانی یې وکړ.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو په مرکزي تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس، څېړنو او علمي مجلو مرستیال، د مختلفو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو په کې ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د غوره څېړونکو، مقاله لیکونکو استادانو او نوښتګرو محصلینو علمي هڅې او وړتیاوې وستایلې او زیاته یې کړه، چې څېړنې ترسره کول او ستونزو ته علمي حل لارو موندل د پوهنتونونو اساسي دنده ده او هغه ملتونه بریالي دي چې د علم تولید، ابتکار او نوښت ته زیاته پاملرنه او پانګونه ورباندې کوي.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپله وینا کې د یادو استادانو او محصلینو د غوره والي څرنګوالی تشریح کړ او د دا ډول تشویقي غونډو جوړېدل یې د استادانو او محصلینو د علمي هڅو د تقدیر، لا هڅونې او څېړنیز بهیر پراختیا او معیاري کېدو لپاره اغېزناک اقدام وباله.
د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ له خوا غوره څېړونکو، مقاله لیکونکو استادانو او نوښتګرو محصلینو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
