ننګرهار پوهنتون تر ټولو مشر PhD ډاکټر فارغ کړ.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۸:۲۴
image

 

د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي متقاعد استاد ۷۰ کلن پوهندوی سید رحمت الله منطقي د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون دوکتورا پروګرام د دویمې دورې سکالر د زمري په ۱۳مه نېټه له خپل پایلیک څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.

په همدې مناسبت د شرعیاتو پوهنځي د امام ابوحنیفه (رح) د غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون او شرعیاتو پوهنځي د مشرتابه، استادانو او محصلانو سربېره په کې د کابل او ځینو نورو پوهنتونونو استادانو، علماوو او پوهانو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال دفاع غونډې ته د وینا پر مهال د فقهې او قانون څانګې څخه د PhD په سویه د علمي کادرونو فراغت د ننګرهار پوهنتون او ټول هېواد لپاره د ویاړ او افتخار ځای وباله.

نوموړي وویل: د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې دوکتورا پروګرام کې اوس مهال ۱۰ تنه په زده کړو بوخت دي او ۱۹ تنه یې په دوه دورو کې له تدریسي پروسې فارغ کړي دي.

نوموړي د شرعیاتو پوهنځي د مشرتابه او ادارې مننه وکړه، چې د پیاوړو علمي کادرونو په لرلو سره د لیسانس، ماسترۍ، دوکتورا او شپې برنامې په پروګرامونو کې د هېوادوالو په روزنه بوخت دي او په اړونده برخه کې د ګڼو لاسته راوړنو لرونکي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د بلخ پوهنتون متقاعد استاد پوهندوی سید رحمت الله منطقي د (المیراث و احکامه عند اهل السنة و الشیعة و دور الوسائل الحدیث في تطبیقه) تر سرلیک لاندې له خپل پایلیک دفاع وکړه او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې، چې د ژوري هیئت له خوا یې دفاع مثبته ارزیابي شوه.

نوموړي په زیات عمر کې د دکتورا زده کړو انګېزه دیني وبلله، چې په وینا یې، غواړي د عمر تر پایه متعلم او محصل پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د لیسانس دورې سربېره د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، ژبو او ادبیاتو او اقتصاد په پوهنځیو کې د ماسترۍ پنځه او د دکتورا یوه برنامه لري، چې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي کادرونو په ګډون په کې نږدې ۴۰۰ تنه په زده کړو بوخت دي او د ۵۰۰ تنو په شاوخوا کې یې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu