لا به ډېر ګلونه وا شي په دا باغ کې

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۸:۵۰
image

 

د مننې پیغام!

ننګرهار پوهنتون ویاړي، چې یو ځل بیا د هغو ژمنو او با احساسه هېوادوالو مننه او قدردانی کوي، چې د خپل علمي کور (ننګرهار پوهنتون) په سمسورتیا او تازه ګۍ یې خپله ريښتینې مینه له هېواد، ولس او پوهې سره په زبات ورسوله.

د چپرهار د محصلینو علمي او ټولنیزې ټولنې مشر ښاغلي عبدالرحمن الفت محمودي او غړو مننه کوو، چې له ننګرهار پوهنتون سره د ۷۵ زینتي بوټو مرسته وکړه.

د مثبت بدلون ټولنې مشر ښاغلي عبدالبصیر سباوون دې کور ودان وي، چې د حجاز ستر پلورنځي د مسؤلینو د ۲۱۱ زینتي او مېوه لرونکو بوټو مرسته یې تر مونږ راورسوله.

د روښانه سباوون ټولنې مشر ښاغلي نصیب الله رحیمزي دې هم کور ودان وي، چې ۱۵۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي یې پوهنتون ته راوړل.

د ننګرهار پوهنتون د فارغانو ټولنې د مرستیال ډاکتر حسیب الله ترکي او بل غړي روښان تره کي زیات منندوی یو، چې د ۶۰ بوټو مرسته یې وکړه.

مونږ د یادو ټولو ښاغلو د مرستې او همکارۍ مننه کوو او د لوی خدای (جله جلاله) له درباره ورته د اجر او په راتلونکې کې د زیاتو بریاوو غوښتونکي یو.

لا به ډېر ګلونه وا شي په دا باغ کې

د ګلــزار د غـــوړېــدلـــو يې اغاز دى

مینه او مننه

پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال

د ننګرهار پوهنتون رئیس

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu