د څېړنو او علمي مجلو مرستیال د یاد معاونیت اړوند آمرینو او مدیرانو سره غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۱۴
picture

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د خپل معاونیت اړوند د څېړنو، علمي مجلو او کتابتون آمرینو او مدیرانو سره غونډه وکړه، چې پر مهال یې د چارو بهبود او پرمختګ لپاره ورسره اړین نظریات او لارښوونې شریکې کړې.
نوموړي د علمي فعالیتونو لا ښه والي لپاره د ګډ کار او همغږۍ په اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې هر مسؤل باید په خپله اړونده برخه کې د چارو سمون لپاره پر وخت عملي اقدام وکړي.
ښاغلي وقار د خپلو کارکوونکو ستونزې او اړتیاوې واورېدلې، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او هغوی ته یې د لایحو مطابق د دندو ترسراوي، نوښتونو ایجاد او دندې ته پر وخت حاضرېدو اړوند سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu