د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د روژې احکام او فضایل بیان شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۳۱
Picture

د لوړو زده کړو وزارت مقام او د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په لارښوونه او د دعوت او ارشاد او نشراتو امریتونو له خوا د یو جوړ شوي دیني سيمینار په ترڅ کې ددې پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د روژې اړوند مسایل او فضایل بیان شول.

یاد سيمینار، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ سربېره د ۱۴ ګونو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو برخه لرله، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس شیخ ضیاء الله حکیمي له خوا وړاندې شو.

د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د روژې مبارکې میاشتې په ارزښت خبرې وکړې او  او زیاته یې کړه، چې یاد سيمینار یې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د هدایت سره سم د روژې اړوند مسایلو د تکرار احسن په موخه دایر کړ.

نوموړي د ګډونوالو له پراخه حضور څخه مننه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې په یاده میاشت کې څرنګه چې لازمه ده، باید نېک اعمال او عبادات ترسره شي.

د موضوع ارایه کوونکي استاد ښاغلي حکیمي د روژې په مقصد، اهمیت، فضایلو، روحاني او اخلاقي ګټو، قبلېدو شرایطو او نورو مسایلو اړوند تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu