د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د کرنې پوهنځي له چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۳۷
picture

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ له پوهنځیو څخه د نظارت او ارزونې په لړ کې د زراعت پوهنځي د علمي، تدریسي او اداري چارو د حالت څرنګوالي او د یاد پوهنځي د لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو، غوښتنو او اړتیاوو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د کرنې پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور رشاد احمد شېرزاد د ننګرهار پوهنتون د رئیس او مرستیالانو دا اقدام چې د پوهنځیو ارزونه یې پیل کړې، وستایه او مننه یې ترې وکړه، چې دوی خپلو ستونزو او نیمګړتیاوو ته متوجه کوي.
نوموړي د پوهنتون رهبرۍ ته د کرنې پوهنځي د تشکیل، لیسانس او فوق لیسانس برنامو فعلي وضعیت، علمي او څېړنیزو برنامو، محصلینو عملي زده کړو، تحقیقاتي فارمونو او لابراتوارونو تجهیزاتو، ظرفیت لوړونې برنامو، چاپېریالي ثبات او ښکلا برخه کې ترسره کړیو فعالیتونو، څېړنېزو پروژو او اداري چارو په اړه معلومات ورکړل او د ننګونو، فرصتونو او ستونزو یادونې تر څنګ یې هغوی سره خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلو ویناوو پر مهال وویل: له پوهنځیو څخه یې د ارزونې هدف د هغوی په علمي، تدریسي، اداري او نورو برخو کې د امکاناتو او ستونزو ارزونه ده او هغوی ته د پرمختګ لپاره اړین سهولتونه چمتو کول دي.
نوموړو دغه راز د پوهنځي مسؤلینو، استادانو، اجرائیه او تدریسي مدیرانو ته د هغوی په چارو کې نیمګړتیاوې په نښه او د سمون په موخه یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د پوهنتون مشرتابه د کرنې پوهنځي مسؤلینو او استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو حل په برخه کې به ورسره بشپړه همکاري وکړي.
د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د کرنې پوهنځي د مختلفو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونه وکړه.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu