د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د محصلینو په لاس جوړو شویو ماډلونو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۶:۹
Picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارو څخه د نظارت سربېره د یاد پوهنځي فزیک څانګې د یو شمېر محصلینو په لاس جوړو شویو ماډلونو څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د پوهنځي مسؤلینو او استادانو ته بېلابېلو برخو کې د لارښوونو تر څنګ د مبتکرو محصلینو وړتیاوې وستایلې او هغوی یې وهڅول، چې خپلې تخلیقي وړتیاوې لا پیاوړې او خپلې نظري زده کړې په عملي توګه تطبیق کړي.

نوموړي د محصلینو نوښتونه وستایل او د هڅونې په موخه یې ورسره نغدي مرسته وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي په خپلو خبرو کې محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل تجارب او تخنیکي مهارتونه سره شریک او په ګډه توګه څېړنې ترسره کړي.

د فزیک څانګې یادو محصلینو د خپلو جوړ کړیو ماډلونو په اړه د پوهنتون رهبرۍ ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د چارو د بشپړېدو وروسته به جوړ کړي ماډلونه نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړو د پوهنتون مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د نورو پرمختللو تجربو او اختراعاتو لپاره ورته اړین امکانات چمتو کړي، چې د هغوی لخوا ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu