د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۴:۴۷
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په ملتیا ددې پوهنتون  د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د علمي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه او د یادو پوهنځیو په تحصیلي او اداري چارو کې د پرمختګونو او ستونزو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
دواړو پوهنځیو څخه د لیدنې پر مهال د مسؤلینو له خوا د پوهنتون رهبرۍ ته د خپلو فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شول او د پوهنځیو ستونزې او وړاندیزونه هم  ورسره شریک شول.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني د خپلو ویناوو پر مهال د یادو پوهنځیو د لاسته راوړنو له کبله د مسؤلینو مننه وکړه، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او هغوی یې په چارو کې  نورو نوښتونو او پرمختګونو ته وهڅول.
نوموړي مسؤلینو ته په چارو کې د همغږي اوسېدو، استادانو او محصلانو ته د ظرفیت لوړونې برنامو تطبیقولو او د محصلینو ستونزو او اړتیاوو رفع کولو په اړه سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلو ویناوو پر مهال د استادانو مسلکي روزنې، استادانو او محصلینو ته د غوره تسهیلاتو چمتو کولو، ګټورو پلانونو پلي کولو او غوره تحصیلي او اداري خدماتو وړاندې کولو اړوند د همکاریو او جدي اقداماتو ژمنې وکړې.
د لیدنې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د یادو پوهنځیو بېلابېلې برخې، څانګې او مدیریتونه وکتل او د هغوی فعالیتونه یې وارزول.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu