د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او محصلینو د سولې په اړه د ولسمشر لکچر واورېد

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۹:۴۳
iamge

 

د سولې د ټینګښت په اړه یاد لکچر، چې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د کابل په پوهنتون کې وړاندې شو، د ننګرهار په ګډون په کې د هېواد د یو شمېر پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او محصلینو په انلاین ډول برخه واخیسته.

له ننګرهار پوهنتون څخه ددې پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د سولې مرکز غړي محصلین د نوموړي انلاین ویډیويي کنفرانس برخوال وو، چې ولسمشر په کې د سولې په تعریف، ډولونو، د سولې د نړیوالو معاهداتو او د افغان سولې په روان بهیر، خنډونو او د حل په لارو چارو مفصل علمي بحث وکړ او د کنفرانس ګډونوالو ته یې معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu