د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په ودونو کې د ناوړو رواجونو په هکله معلوماتي سيمینار او تمثیلي ننداره وړاندې شوه.

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۸
انځور

په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریتونو له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مسؤلینو سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو تنو محصلینو ګډون کړی و.

د غونډې پرانیستونکې وینا د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي وکړه او ویې ویل، چې په اوسنیو شرایطو کې تر ډېره ودونه د زیاتو لګښتونو، بې‌ځایه دودونو او ناسمو سیالیو ښکار شوي، چې دا پر کورنیو اقتصادي فشار زیاتوي او د اسلامي ارزښتونو او احکامو خلاف کړنه هم ده.

نوموړي وویل، محصلین مسؤلیت لري چې ټولنه کې مثبت بدلون راولي، د ناوړه دودونو مخنیوی وکړي او د سالمې ټولنې جوړېدو، خلکو پوهاوي او مثبت فکر خپرولو کې ونډه واخلي.

د سیمینار موضوع د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مبلغ مولوي حکیم الله حقاني ارایه کړه، چې د نکاح پر اهمیت، د مهر مشروع او مناسب ټاکلو، په ودونو کې د ناوړه اعمالو مخنیوي، د بې‌ځایه لګښتونو او اسراف پر زیانونو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي همدارنګه د واده د ساده ګۍ پر ارزښت، د اسلامي لارښوونو مطابق د ودونو د ترسره کولو پر اړتیا، ودونو کې د درنو ولورونو او ناسمې سیالۍ پر منفي اغېزو، د ځوانانو د ودونو پر ځنډېدو د بدو رواجونو تاثیراتو او د کورنیو تر منځ د تفاهم او همکارۍ په اهمیت هم رڼا واچوله.

نوموړي محصلین وهڅول، چې د ټولنې په اصلاح کې فعاله ونډه واخلي، له ناسمو دودونو ډډه وکړي او په خپلو کورنیو او چاپېریال کې د ساده او اسلامي واده کلتور ترویج کړي.

په پای کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو له خوا د موضوع په تړاو یوه تمثیلي صحنه ترسره شوه، چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځېدله.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu