د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي او امام ابو حنیفه رحمه الله ديني تخصصاتو جامعې استادانو ته (د څېړنې اساساتو پېژندنه او مقاله لیکنې) تر سرلیک لاندې ۳ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۲
picture

یاد ورکشاپ، چې نن د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت په نوښت د پوهنتون مسلکي زده کړو پرمختايي مرکز (PDC) کې پیل شو، د روزنې چارې یې د همدې پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو درې تنو استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي. 

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپلو ویناوو کې وویل، چې د علمي څېړنو اصولو پېژندنه او عملي تطبیق یې د ديني او عصري علومو استادانو له بنسټیزو مسؤلیتونو څخه شمېرل کېږي او ټینګار یې وکړ، چې د پوهنتون اداره به د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او څېړنیزو وړتیاوو د پراختیا لپاره خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي.

نوموړو د ورکشاپ په موخو او ګټو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ورکشاپ د محتوا مسایل او د څېړنې اړوند معیارونه په عملي توګه په خپلو مقالو او تحقیقاتو کې پلي کړي.

د غونډې په دویمه برخه کې روزونکو استادانو د ورکشاپ لپاره د ټاکلو موضوعاتو تشریح پیل کړه او د ورکشاپ په پای کې به په ګډونوالو عملي تمرینونه هم ترسره شي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu