د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د بېلابېلو پوهنځیو جدیدالشمول محصلینو ته په جوړو شویو غونډو کې برخه واخیسته.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۳
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د ژبو او ادبیاتو او ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځیو جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې په موخه جوړو شویو غونډو کې ګډون وکړ او د یادو پوهنځیو نویو محصلینو ته یې د راتلونکي تحصیلي ژوند اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.

picture


د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې د ننګرهار  پوهنتون د ارزښتونو، مقاصدو او معیارونو په اړه خبرې وکړې او جدیدالشمول محصلین یې د خپلو زده کړو پر مهال د پوهنتون له امکاناتو څخه سمې ګټې اخیستنې، استادانو درناوي، درسي بهیر کې د پوهنتون د اصولو رعایت او زده کړو کې زحمت ویستلو ته وهڅول.
نوموړو ژمنه وکړه، چې د محصلینو د ټولو حقوقو او علمي هڅو ملاتړ کوي او هغوی ته به د ښې روزنې  په موخه پرمختللي امکانات او سهولتونه برابر کړي.
د غونډو په پای کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو او د یادو پوهنځیو له خوا جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون او پوهنځیو د مختلفو څانګو، خدماتو، سهولتونو او امکاناتو په اړه معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شول، چې نوي محصلین په ښه توګه وکولی شي په پوهنتوني ماحول کې خپل اهداف تعقیب او ښې لاسته راوړنې ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu