د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د وروستي سمستر ازموينې پيل شوې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۸:۲۰
image

 

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، نوموړې ازموینې چې درې اوونۍ به دوام وکړي، په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې او شپې او ماسترۍ پروګرامونو د څه دپاسه پنځلس زرو تنو محصلینو ازموینه واخیستل شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي په ملتيا د يادو ازموينو نه د ليدنې پر مهال د پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ازموينې باید په پوره روڼتيا او شفافيت واخيستل شي او پايلې يې په خپل وخت له محصلينو سره شريکې شي.

پوهاند بهسودوال دغه راز د ازموینو کمېټې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه د ازموینو بهیر وڅاري او راپور یې وخت په وخت د پوهنتون له ادارې سره شریک کړي، چې د هغوى له خوا ورته په اړونده برخه کې د اجرااتو او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu