د ننګرهار پوهنتون د دوکتورا برنامې یو تن سکالر له خپل پایلیک دفاع وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۴۹
picture

د پروان پوهنتون استاد او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې د دوکتورا برنامې د دویمې دورې سکالر خواجه محمود راشد له خپل پایلیک څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي امام ابوحنیفه (رح) غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو مرستیال، د شرعیاتو پوهنځي رئیس، د کابل پوهنتون څخه د استادانو راغلي پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو، علماوو او پوهانو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني او د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې څخه د PhD په سویه د علمي کادرونو فراغت د ننګرهار پوهنتون او ټول هېواد لپاره د ویاړ او افتخار ځای وباله.
نوموړو د ننګرهار پوهنتون په یادې اکاډمیکې لاسته راوړنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د پوهنتون فوق لیسانس برنامو کیفیت ښه والي او پرمختګ ته کار کوي.
د غونډې په دویمه برخه کې ښاغلي خواجه محمود راشد د (السرقة عبرالوسائل الحدیثة وأحکامها) تر سرلیک لاندې له خپل پایلیک دفاع وکړه او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې، چې د ژوري هیئت له خوا یې دفاع مثبته ارزیابي شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu