د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو نوى مرستيال ددې پوهنتون استادانو او منسوبينو ته وروپېژندل شو.

sakhizada_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۰:۵۰
image

 

ښاغلى مسعود پیروزي د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو د نوي سرپرست مرستيال په توګه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې رسماً د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال ښاغلى پیروزي وړ، مستعد او په اداري چارو او نزاکتونو پوه شخص ياد کړ، چې په وينا يې، له دې وړاندې د کابل پوهنتون اداري او مالي مرستیال ؤ او په اداري او مالي برخه کې کافي تجربه لري.

نوموړي تمه څرګنده کړه، چې نوموړى به د پوهنتون د اداري او مالي چارو د اصلاح او معياري کېدو په برخه کې لا زيات اغېزمن ثابت شي.

پوهاند بهسودوال د مالي او اداري چارو د مخکېني مرستيال حمیدالله احمدزي په کړيو خدمتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله، ويې ويل: ښاغلي احمدزي د تېر څه دپاسه یو کلن ماموریت په موده کې د پوهنتون د اداري او مالي چارو د ريفورم او اصلاح په برخه کې زیات کار وکړ، چې مونږ یې قدردانی کوو.

د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو نوي سرپرست مرستيال ښاغلي مسعود پیروزي د لوړو زده کړو وزارت مقام او د ننګرهار پوهنتون مشرتابه مننه وکړه، چې پر ده يې ددې ستر مسؤليت باور وکړ.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ورسپارل شوې دنده منصب نه، بلکې مسؤليت یاد کړ او ژمنه يې وکړه، چې په خپل ټول توان به يې په ښه ترسراوي کې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu