د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مسؤلینو، استادانو، د څانګو آمرینو او کمېټو مشرانو ته د تضمین کیفیت پروسې د معیارونو او چیک لیستونو د تشریح سیمینار دایر شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۲:۲۹
picture

ددې سيمینار څخه هدف د پوهنتون په علمي، تدریسي او اداري برخو کې د تضمین کیفیت معیارونه په سمه توګه پلي کول، د خدماتو کیفیت لوړول او په چارو کې د ستونزو تشخیص او حلول دي.
سیمینار ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح وویل: د تضمین کیفیت پروسې ټول معیارونه په سمه او بشپړه توګه پلي کول نه یوازې دا چې د پوهنتون اعتبار لوړوي، بلکې د څېړنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا او محصلینو ته د زده کړو معیاري سیستم رامنځ ته کېدو باندې مستقیمه اغېزه لري.
نوموړي د تضمین کیفیت پروسې په پرله پسې توګه پلي کول او له هغې څخه څارنه د پوهنتون په اعتبار ساتنه کې خورا مهمه چاره یاده کړه او سپارښتنه یې وکړه، چې راتلونکې ارزونه کې باید ټول پوهنځي او څانګې لوړې نومرې ترلاسه کړي.
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل سید بنارس هاشمي او استادانو په خپلو خبرو کې د تضمین کیفیت دوامداره پروسې ته د خپلې ژمنتیا څرګندونه وکړه او د یادې پروسې د معیارونو تطبیق د مخنیوي په برخه کې یې د پرتو خنډونو یادونه وکړه، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
د سیمینار په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنوال علي جان عادل د تضمین کیفیت پروسې د ټولو اصلي او فرعي معیارونو او نورو موادو د تشریح په هکله خپل چمتو کړی پرېزنټېشن ارایه او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu