د ننګرهار پوهنتون اړوندو پوهنځیو د محصلینو استازو د محصلانو چارو مرستیال سره غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۲:۲۴
picture

یاده غونډه د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت کې جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د پوهنتون د اړوندو ۱۳ ګونو پوهنځیو د محصلینو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د محصلانو چارو مرستیال سره شریک کړل.

د پوهنځیو په کچه محصلینو ته د عملي کارونو، څېړنو، تمثیلي محکمو او علمي سفرونو زمینه سازي، د لابراتوارونو او کمپیوټر لیبونو تجهیز، د ترانسپورت، روغتیا او لیلیې په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کول او ځینې نور موضوعات هغه څه وو، چې د محصلینو استازو یې د برابرولو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمدقاسم هاشمي د محصلینو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون امکاناتو ته په پام سره به د یادو اسانتیاوو د رامنځته کولو او شته ستونزو د حل په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمر محمد داؤد فیضي او د یاد آمریت نورو کارکوونکو هم برخه لرله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu