د ننګرهار پوهنتون او د افغانستان د دکتورانو ټولنې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۸:۲۳
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د څېړنو، علمي کنفرانسونو، د علمي کادرونو ظرفیت لوړونې، فوق لیسانس برنامو پیاوړتیا، مسلکي او تخنیکي مشورو ورکولو او نورو بېلابېلو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د افغانستان د دکتورانو ټولنې (ادا) د رئیس پوهنوال دوکتور عبدالمتین شهیدي تر منځ په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مسؤل پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د افغانستان د دکتورانو ټولنې سره د هوکړه لیک په رامنځته کېدو خوښي وښوده او دا یې د پوهنتون د علمي پرمختګ او د فوق لیسانس برنامو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام او لاسته راوړنه وبلله.

د افغانستان د دکتورانو ټولنې (ادا) رئیس پوهنوال دوکتور عبدالمتین شهیدي د خپلو خبرو پر مهال ننګرهار پوهنتون ستر علمي او اکاډمیک مرکز یاد کړ او د دواړه ادارو تر منځ یې د علمي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu