د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د کړنو او خدمتونو ستاینه وشوه

nu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۱۵:۲۱
new

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او ددې ولایت قومي مشرانو او مخورو د امنيت، اقتصادي پرمختګ، سياست، کلتوري او فرهنګي تغير او يو شمېر نورو برخو کې د ښاغلي میاخېل د تر سره کړيو خدمتونو او هلو ځلو ستاینه او قدردانی وکړ او نوموړی یې د اعزاز پګړیو په سرولو، ایوارډونو او ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایه.

د ننګرهار پوهنتون په استازیتوب د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي د یو شمېر استادانو او محصلانو په ملتیا ښاغلي میاخېل ته ستاینلیک ورکړ او د ننګرهار پوهنتون په علمي او رغنیز پرمختګ کې یې د نوموړي د ترسره کړیو هلو ځلو او خدمتونو یادونه وکړه.

نوموړي ښاغلی میاخېل علمي او فرهنګي شخصیت یاد کړ، چې په وینا یې، له پوهنتون سره یې د خپل ماموریت پر مهال نږدې اړیکې لرلې او وخت په وخت به یې ددې علمي کانون په غونډو، مجلسونو او نورو پروګرامونو کې برخه اخیستله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu