د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او ننګرهار پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۱ - ۹:۴
image

 

یاد تفاهملیک په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR عمومي رئیس ویلیم ایجالو او د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال تر منځ د پوهنتون په ریاست مقام کې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د خوندیتوب برخې مسؤل یوسف مزي ګواني او نورو همکارانو یې هم حضور درلود.

د مسؤلینو په وینا، د یاد تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون لس تنه هغه بې وزله محصلین، چې هېواد ته نوی راستانه شوي او پوهنتون ته نوی جذب شوي وي، د لیسانس دورې د څلورو کلونو په موده کې مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

د تفاهملیک د لاسلیک پر مهال ښاغلي ایجالو وویل: اداره یې له ننګرهار پوهنتون سره د څېړنو او نورو علمي برخو کې د ګډ کار لېوالتیا لري او ډېر ژر به په دې برخه کې د پوهنتون د ادارې سره په همغږۍ اړین ګامونه واخلي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او ذیربطو ادارو تر منځ د ګډو همکاریو پر شونتیا او ارزښت خبرې وکړې او د مننې تر څنګ یې راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د یوه شفاف میکانېزم له لارې به ورته یاد محصلین ور وپېژني.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu