د محصلانو چارو مرستیال له نوښتګرو محصلینو سره غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۴:۵۳
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې معاونیت د چتر لاندې د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو په ملتیا د پوهنتون له نوښتګرو محصلینو سره غونډه وکړه.

له دې غونډې څخه هدف د یادو محصلینو له وړتیا او ابتکاراتو څخه ملاتړ، د هغوی پیاوړتیا او د نورو محصلینو سوق او هڅونې په برخه کې د هغوی له مهارتونو څخه ګټه اخیستل و.

د یاد مجلس پر مهال د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي نوښتګرو محصلینو ته وویل: چې د خپلو هنرونو او نوښتونو څخه په ګټنې داسې الهام بخښونکي فعالیتونه ترسره کړي، چې نورو محصلینو ته د ذهني او علمي انکشاف زمینه برابره کړي.

نوموړي د یادو محصلینو لاسته راوړنې او هڅې وستایلې او د دوام سپارښتنه یې ورته وکړه.

یادو محصلینو په خپلو خبرو کې د علمي سفرونو سربېره نورو محصلینو ته د خپلو مهارتونو د انتقال په موخه د علمي برنامو او سيمینارونو د ایجاد غوښتنه وکړه، چې د مسؤلینو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu