د محصلانو چارو مرستیال د مرکزي لیلیې له خوړنځي څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۸:۳۹
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د محصلانو خدمتونو انسجام امر قاري بشير احمد احمدي او د یاد امریت یو شمېر غړو په ملتیا د دې پوهنتون د مرکزي لیلیې له خوړنځي څخه لیدنه وکړه.

د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د لیدنې پر مهال د خوړنځي له پاکوالي، خوراکي توکو د کیفیت او څرنګوالي څخه څارنه وکړه او د محصلینو غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.

نوموړي د لیلیې او خوړنځي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې خوراکي توکي باید په ښه کیفیت برابر او په منظم شکل محصلینو ته توزیع کړي، چې د اړوندو مسؤلینو له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو. 

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu