د ریلیف انټرنیشنل ادارې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۷:۱۳
image

 

د ریلیف انټرنیشنل ادارې د ویټ پروژې مشر شاکرالله سعید او ورسره مل پلاوي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

د لیدنې پر مهال ښاغلي سعید د خپلو روزنیزو پروګرامونو په اړه د پوهنتون مشرتابه ته معلومات ورکړل او زیاته کړه، چې اداره یې په پام کې لري، د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د ښځو د حقونو او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایر کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ریلیف انټرنیشنل ادارې مسؤلینو مننه وکړه، چې د ښځو د حقونو په برخه کې مبارزه کوي او په یاده برخه کې یې راغلي پلاوي ته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu