د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۳
pic

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شو، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي څانګې متقاعد استاد پوهنمل محمد اکرم عمرخېل د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
پوهنمل عمرخېل د خپل ژوند زیاته برخه د ښوونې او روزنې په ډګر کې د هېوادوالو په خدمت او د زرګونو مسلکي کادرونو په روزنه کې تېره کړه.
د ننګرهار پوهنتون رهبري هیئت او منسوبین په داسې حال کې، چې د ارواښاد استاد مړینه لویه ضایعه بولي، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ځان په دې درانه غم کې شريک ګڼي. 
د لوى خداى (جله جلاله) له درباره مرحوم استاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
الحکم لله
شیخ انعام الله مدني
د ننګرهار پوهنتون رئيس

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu