د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه په پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان او له حفظ حلقې څخه د فارغو محصلینو دستار بندي ترسره شوه.

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۵۸
انځور

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو له ګڼو محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او همدارنګه د دعوت او ارشاد امریت تر چتر لاندې د حفظ حلقې ۱۲ تنو فارغو محصلینو ته د فضیلت دستارونه وتړل شول.
په دې اړه د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په ګډه غونډه جوړه کړې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د عمومي رئیس او محصلانو چارو مرستیال سربېره په کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس، امام ابوحنیفه رحمه الله دیني تخصصاتو جامعې رئیس او استادانو، د مختلفو پوهنځیو استادانو او ګڼو محصلینو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د قرانکریم حفظ له دورې فارغو محصلینو ته مبارکي وویله چې د مسلکي زده کړو سره سره یې دا لوی ویاړ ګټلی او دغه راز یې د اسلامي نظام مشرتابه حفظه الله د پنځو فرامینو کتاب په سیالۍ کې د ممتازو محصلینو هڅې وستایلې او سپارښتنه یې وکړه چې محصلین باید یاد فرامین زده او پرې عمل وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس مولوي فضل کریم صدیقي، د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د امام ابوحنیفه دیني تخصصاتو جامعې استاد مفتي شاهدالله حقاني په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو مننه وکړه، چې په دوامداره توګه یې د محصلینو عقیدوي، فکري، اصلاحي او مسلکي روزنې ته پاملرنه کړې او  د اسلامي احکامو د زده کړې او عملي کولو په برخه کې یې د محصلینو لپاره د پوهاوي او لارښوونې پروګرامونه برابر کړي دي.
د غونډې په پای کې د پوهنتون مشرتابه او نورو مېلمنو له خوا حافظانو ته د فضیلت دستارونه وتړل شول او پنځو فرامینو کتاب ازموینه کې ممتازو محصلینو ته ډالۍ او جوایز ورکړل شول.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu