دوترنري علومو پوهنځي اوسنی حالت

د وترنري علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په پيشنهاد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۷۲ هـ ش کال د پوهنتون په چوکاټ کيې تاسيس شوی څلور فعالې څانګې پرې کلینیک، کلینیک، پاراکلینیک اږ حیواني تولیداتو فعالې څانګې لري چې د غذایې موادو ټکنالوژۍ او حفظ الصحې څانګه لوړو زده کړو محترم وزارت ته  بیشنهاد شوی.. د کریکولم د نوي کولو نهایې کلستر ترسره شوی او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا د فتر څخه هم نهایې شوی دی د حیواني صحت عامې په نوم د ماسټرۍ برنامې اسناد د تکمیل په حال کې دي  په نژدی راتلونکی کې به د لوړو زده کړو محترم وزارت د منظورې څخه وروسته د ننګرهار پوهنتون وترنری علومو پوهنځی په چوکاټ پيل شی چې په لنډمهاله کې به یې د منظورۍ مراحل ترسره شي .

د ننګرهار پوهنتون وترنری علومو پوهنځي کې د HEMIS سیستم څخه ګټه پورته کیږي استادان او محصلین کاملن د یاد سیستم د استعمال څخه په فعال ډول برخمن دي. د کریډیټ لایحه کاملا تطبیق ده د محصلینو نظري او عملي درسونه د تقسیم اوقات او لوړو زده کړو د اصولو سره سم دری ماسټر پوهاندان، څلو ماستر پوهنوالان ، دوه پوهندوی دوکتور، درې پوهندوی، ۱۰ پوهنمل چې یو پکښې دوکتور او نهه ماسټر استادان دي او دری تنه لیسانسDVM  پوهنیار استادانو لخوا. پر مخ روان دي. د مضامينو عملي تدريس په عمومي توګه د پوهنځي په لابراتوارونو، د پوهنځي د څارويو په کلينيک ، د زراعت او مالداري رياست پوري اړوند د جلال اباد په مرکزي حيواني کلينيک کي ترسره کيږي . خو د عملي کارونو د تحقیقاتو د لا معیاريتوب په موخه د لابراتوارونو، کلینیک او فارمونو تجهیز ته اړتیا لیدل کیږي.   

    د وترنري علومو پوهنځي اداري جوړښت د رهبرۍ په راس کې د پوهنځي ریس،مرستیال ،مدیر او اجرایه مدیر  قرار لري. د دې تر څنګ، پوهنخۍد څلورو  بېلا بېلو څانګو لرونکی ده چې د اړوندو څانګو آمرینو لخوا اداره کېږي. همدارنګه، پوهنځۍ مختلفې کمېټې لکه (د کیفیت تضمین، تحقیق، کریکولم، فرهنګي ، ستراتېژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین او  ازموینو کمیټی) چې ځانکړې کاري لایحې لري، رامنځته کړي چې دا باوري کړي چې د پوهنڅۍ اړونده چارې په معیاري او اکاډمیکه توګه پر مخ ولاړې شي. د پوهنځي د څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنځي رییس ، مرستیال ، د ځانګو امران او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنځي ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهیر تل څاري.

        د پوهنځي رئیس، مرستیال، د څانګو امران  او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځي مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت لوړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړې چارې د ترسراوي په موخه یې د اداري کاروونکو لپاره د ظرفیت لوړونې مدیریت رامنځته کړی چې ښه اداري روزنه وویني. د دې ترڅنګ، د پوهنځي مشرتابه له AVA ، FAO  ، RELIEF   ،  USAID  ، MADEERA   .ECARDA , CARD-F,  PDC, او داسي نورو ادارو سره  په همغږۍ محصیلینو او استادانو لپاره بېلابېل روزنیز ټریننګ کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د محصیلینو او استادانو وړتیاوې لوړې کړي. همدارنګه، د پوهنځي مشرتابه د استادانو ظرفیت لوړونې په موخه هم د مختلفو ګمېټو له لارې ډول ډول موثر روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایروي. سربېره پر دې، د پوهنځي مشرتابه تل هڅه کړې چې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (HEDP) څخه په اغېزمنه توګه د استادانو د ظرفیت جوړوني په برخه کې ګټه پورته کړي. د پوهنځي مشرتابه ټول استادان او مسؤلین تشویقوي څو په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او تر راتګ وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.  د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنځي اداره د څارنی(د کیفیت د تضمین کمېټه)  ځانګړي میکانیزمونه  لري چې باوري کړي، چې د پوهنځي ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصیلین په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.

User account menu