د ژبو او ادبياتو پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې

افغانستان يو وروسته پاتې هېواد دی، دهېواد مادي او معنوي ترقي او پرمختګ دځوانو کدرونو په روزنې پورې اړه لري. افغانستان داسې يو هيواد دی چې ددې هيواد دخلکو دټولنيز پوهاوي کچه بايد لوړه شي، خلک بايد دژوند په هره برخه کې په خپلو پښو ودريږي، دټولنيزو او امنيتي ستونزو اصلی لامل فقر، وزکارتيا ،بې روزګاري او دعامه خدماتو نشتوالی او تر يو حده ټولنيزه بي عدالتي او دعامه پوهې ټيټه کچه ده. نو ځکه زمونږد پوهنځي ليد لوری او موخی په لاندی ډول دي.

ليدلورى

ـــــ په داخلي او بهرنيو  ژبو او ادبياتو کې (پښتوژبه او ادبيات ، دري ژبه او ادبيات ، عربي ژبه او ادبيات، انګليسي ژبه او ادبيان ، هندي ژبه او ادبيات  او جرمني ژبه او ادبياتو ) کې دليسانس په سطحه دمسلکي کدرونو روزل شامل دي . تر څو هېوادني اړتياوې له  صنعت او ټيکنالوژۍ سره هم غږې کړې اوسي.

ـــــ دافغانانودکولتوری،فرهنګي اود ژبواو ادبياتو  غني کيدل ،او دغه راز له نوروبهرنېو ژبو سره دداخلي ژبو اړيکې ټينګول او دبهرنېو ژبو او علومو څخه پخپل هېواد او فرهنګ کې داستفادې زمېنې برابرول او له نورو ژبو څخه خپلو کورنېو ژبو ته دعلمي اثارو راژباړل او په همدې ترتيب له کورنېو ژبو څخه بهرنېو ژبو ته دعلمي او فرهنګي اثارو ژباړل يوه مهمه او ارزښتناکه دنده بولو .زمونږ ډېری استادانو له بهرنيو ژبو څخه خپلو ملي او رسمي ژبو ته  ډير علمي اثار راژباړلي او يا يې دبهرنيو علمي اثارو په مټ علمي پياوړې  څېړنې کړي دي .

موخې او اهداف

 

  • په ژبو او ادبياتو پوهنځي کې دمسلکي ظرفيتونو روزل او ټولنې ته استخدام .
  • په مسلکي او علمی موضوعاتو کې دملي کولتور خوندي ساتل او بډاينه .
  • دسيمينارونو او کنفرانسونو دايرول او دانسانی سرچينو د ظرفيتونو لوړول.
  • دهېواد په ملي ، ديني او فرهنګي شخصيتونوعلمي سمينارونه جوړول او دځوانانو اشنا کول.
  • هره څانګه يا ديپارتمنت کې دماسترۍ دتحصيل دزمينې  او شرايط برابرول .
  • دپوهنځي په سطحه ديوی ادبي ، مسلکي نوې مجلې (( ادبپوهه))تاسسول  چې دا کار شوی دی او په نژدې وخت کې به په نشر او چاپ پيل وکړي.

User account menu