د لوړو زده کړو وزارت مقام د دفتر رئیس د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۹:۰
image

 

د لوړو زده کړو وزارت مقام د دفتر رئیس عرفان الله عباد د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د پوهنتون ځینو نورو مسؤلینو او استادانو هم په کې برخه لرله، د ننګرهار پوهنتون د فعالیتونو، لاسته راوړنو، ستونزو او د هغې د حل په لارو چارو بحث او خبرې وشوې.

پوهاند بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه، چې د ننګرهار پوهنتون ټولې علمي او تدریسي چارې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سمې پر مخ ځي.

نوموړي دغه راز د پوهنتون د تاریخي شالید، تشکیلاتو، فعالیتونو، علمي او رغنیزو لاسته راوړنو او دغه راز په پوهنتون کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل.

د لوړو زده کړو وزارت مقام د دفتر رئیس ننګرهار پوهنتون د هېواد دويم ستر اکاډمیک مرکز ياد کړ، چې په وینا یې، لسګونه زره علمي کادرونه یې په اسلامي او ملي روحیه سمبال روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي.

ښاغلي عباد د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون د نیمه کاره ودانیو او نورو برخو کې شته ستونزې به د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت مقام سره شریکې او په ډېر جدیت سره تعقیب کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu