د ختیز زون د لوړو زده کړو بنسټونو مسؤلینو سره د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشرتابه پلاوي مشورتي غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲ - ۹:۳۵
image

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشر مولوي عبدالباقي حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ په ختیزو ولایتونو کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو د مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو سره مشورتي ناسته وکړه.

یاده غونډه، چې د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب جوړه شوې وه، ګډونوالو یې د تحصیلي نظام د بهبود او ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د امارت د مسؤلینو سره شریک کړل.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو د اوس مهالي وضعیت، اکاډمیکو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه یې معلومات ورکړل.

پوهاند بهسودوال د ختیز زون پوهنتونونو د مسؤلینو او استادانو په استازولۍ په پوره ژمنتیا د دندو او مسؤلیتونو د ترسراوي د ډاډ تر څنګ د امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشرتابه ته وړاندیز وکړ، چې د هېواد د لوړو زده کړو اوسنی سیستم دې وساتل شي او د لا پیاوړتیا لپاره یې باید هلې ځلې وشي.

د ننګرهار پوهنتون د استادانو اتحادیې رئیس پوهنمل سید احمد هاشمي، په ختیځ کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې مشر او د خراسان پوهنتون رئیس دکتور احمد طارق کمال، د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل محمد شاکر وحیدي او د ښځینه استادانو په استازیتوب پوهنیار خاطره بابکرخېل د غونډې نور ویناوال وو، چې د تحصیلي بنسټونو، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو وړاندیزونه او ستونزې یې د امارت د لوړو زده کړو کمېسون د مشرتابه سره شریکې کړې.

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشر مولوي عبدالباقي حقاني د خپلې وینا پر مهال اسلامي شریعت د ژوند لپاره یو بشپړ او کامل نظام وباله او زیاته یې کړه، چې دیني او عصري علوم د یوې سکې دوه مخونه دي.

نوموړي وویل: د اسلامي امارت هڅه داده، چې د دواړو برخو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د علمي بنسټونو او استادانو مرستې او مشورو ته اړتیا ده، چې د خپل تحصیلي نظام او په ټوله کې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي حقاني په پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو کې د ټولو هغو کړنو، چې د اسلامي شریعت او افغاني اصیل فرهنګ سره په ټکر کې وي، د مخنیوي سپارښتنه وکړه او استادانو او اداري کارکوونکو (نارینه او ښځینه و) ته یې ډاډ ورکړ، چې د پخوا په څېر خپلو دندو او مسؤلیتونو ته دوام ورکړي.

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون مشرتابه پلاوي د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو مسؤلینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې د تحصیلي نظام او بنسټونو د لا ښه والي او غنامندۍ لپاره دې خپل نظرونه ورسره په لیکلي توګه شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu