د زماني بنسټ استازي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۹:۵۳
iamge

 

په ختیځ کې د زماني فاونډېشن اداري مسؤل رضا خان عصمتزي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو، د پوهنتون د بهرنیو اړیکو او رغنیزو چارو څارنې کمېټو، تهیه او تدارکاتو او نشراتو آمرینو برخه لرله، دواړو خواوو په پوهنتون کې د ځینو پروژو د تطبیق او همدارنګه د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۲ مې کالیزې د نمانځې مراسمو د مالي ملاتړ او سپانسر کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي عصمتزي د زماني بنسټ د مشرتابه له خوا په ننګرهار پوهنتون کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۲ مې کالیزې په مناسبت د جوړېدونکي علمي سیمینار د سپانسر کولو او همدارنګه د پوهنتون په لومړنۍ دخولي دروازه کې د پاتې سرک د کانکریټ چارو د پیل په اړه د پوهنتون رئیس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي دغه راز وویل، چې زماني بنسټ غواړي، چې له ننګرهار پوهنتون سره د علمي او روزنیزو مرکزونو د جوړولو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د زماني فاونډېشن له مسؤلینو او په ځانګړې توګه د یاد بنسټ د مشر ښاغلي مصطفی زماني مننه وکړه، چې تل یې د علمي او تحصیلي بنسټونو مرسته او ملاتړ کړی او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره به ډېر ژر د اړوندو برخو پروپوزلونه ورته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

د کمېټې په دې ناسته کې، چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال په مشرۍ او د کیفیت لوړاوي داخلي واحد مسؤل او کمېټې غړو په حضور کې ترسره شوه، د کمېټې په روانو فعالیتونو، پوهنځیو او څانګو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې لوړو زده کړو وزارت څخه د تائید شویو کورسونو معیاري ثبت، ثبت بهیر څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی ۳ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی درې ورځنی ديني او علمي سيمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
د. . .

BACK TO NEWS

User account menu