ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي سره د لمریزې برېښنا سیستم مرسته وشوه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۷:۱۴
iamge

 

یاده مرسته، چې۸۰ سولر تختې، دوه عدده انورټر او نور اړین وسایل په کې شامل دي او د نصبولو سره یې مجموعي ارزښت ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، د یاد پوهنځي د ماسترۍ دورې د برحالو او فارغو محصلانو له خوا د پوهنځي د ادارې سره وشوه.

مرسته شوي وسایل د اقتصاد پوهنځي د ماسترۍ دورې د فارغو محصلانو یار احمد جمال او جمیل شینواري له خوا د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په حضور کې د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنوال محمد زبیر نورمل ته وسپارل شول.

پوهاند بهسودوال د اقتصاد پوهنځي د ماسترۍ دورې د محصلانو او فارغانو د دې نېک اقدام ستاینه وکړه او د مننې تر څنګ یې د پوهنتون په نورو فارغانو هم غږ وکړ، چې په معنوي او مادي برخه کې د خپل پوهنتون ملا وتړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیت او رسالت ادا کړي.

د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنوال محمد زبیر نورمل د خپلو محصلینو او فارغانو مننه وکړه، چې د خپل روزنځي ستونزې په خپله حلوي او زیاته یې کړه، چې یاد سیستم به د پوهنځي په نوې ودانۍ کې ځای پر ځای کړي، چې په نصب سره به یې د ودانۍ د برېښنا ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu