ننګرهار پوهنتون کې د HEMIS سیستم دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۷:۳۴
image

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو ریاست په نوښت ددې پوهنتون د محصلانو د خدمتونو انسجام آمریت کې جوړ شوی، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته به په کې د یاد سیستم د کارولو په اړه روزنه او پوهاوی ورکړل شي.

د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیستم HEMIS د ارزښت او ښېګڼو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل: په ننګرهار پوهنتون کې د HEMIS سیستم څخه له وړاندې استفاده کېده، چې ددې روزنیز پروګرام په تطبیق سره به دا بهیر نور هم پیاوړی شي.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د اړوندو څانګو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت او د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم باید د محصلینو، استادانو، کریکولم او د پوهنتون د اړوندو نورو برخو ټول مواد په سافټ بڼه د HEMIS په انلاین سیستم کې ځای پر ځای کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو آمر نجیب الرحمن وحدت یار د ورکشاپ د محتوا په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د HEMIS سیستم په اړه به په راتلونکې کې نور روزنیز کورسونه هم دایر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد دوه ورځني ورکشاپ د روزنې چارې د علي احمد فرهمند او مجیب الرحمن سخي زاده له خوا پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu