د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۱۰:۵۲
image

 

د نوموړې ودانۍ مخکېنی قرارداد فسخه شوی او د ټاکل شوي هیئت له خوا د ترسره شوي کار د سنجولو وروسته به یې پاتې کار د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد له خوا بشپړ شي.

یادې خبرې د عملیاتي واحد د ننګرهار د څانګې رئیس او نوموړې موضوع ته د ټاکل شوي هیئت مشر انجنیر وفیع الله احمدزي د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره د لیدنې پر مهال وکړې.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د نوموړې ستونزې د هواري په موخه د ملي شرکت، لوړو زده کړو وزارت او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ګډ هیئت ټاکل شوی، چې د هیئت له خوا د کار احجام سنجول کېږي او له هغې وروسته به د ودانۍ د جوړېدو چارې عملاً پیل شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ملي شرکت له مسؤلینو مننه وکړه، چې د پوهنتون ستونزو ته یې همېش رسېده ګي کړې او زیاته یې کړه، چې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو نیمه کاره ودانیو د یادو پوهنځیو د علمي برنامو او اکاډمیک پرمختګ مخه نیولي، چې د چارو په بشپړاوي به یې د استادانو او محصلینو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د شرعیاتو پوهنځي د ودانۍ مخکېنی قرارداد هم فسخه شوی او د نوموړې ودانۍ د ترسره شوي او پاتې کار د سنجش لپاره به هم ډېر ژر د ذکر شویو ادارو له خوا یو باصلاحیته هیئت ننګرهار پوهنتون راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu