ننګرهار پوهنتون کې د واليبال سيالۍ پيل شوې.
(زمونږ اوبه زمونږ ابرو ده) تر سرلیک لاندې یادې سیالۍ د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د ۱۳ ګونو پوهنځیو د لوبډلو تر منځ پیل شوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د سیالیو د پرانیستې پر مهال د سپورت په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه ډول سیالۍ د محصلینو په فزیکي او ذهني وده اغېز کوي او په سلوک او چلند کې یې مثبت تغیر راولي.
نوموړي وویل: د لوړو زده کړو د محترم وزارت د هدایت سره سم د پوهنتون اداره په پام کې لري، چې د هېواد د اوبو د مدیریت او د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د لوبو سیالیو سربېره نور پروګرامونه هم جوړ کړي، تر څو زمونږ محصلین او ځوانان له خپلو ارزښتونو او ملي ګټو خبر شي.
د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې آمر محمد نسيم کاکړ وويل: د واليبال په یاد ټورنمنټ کې د پوهنتون د ۱۳ پوهنځیو لوبډلې برخه لري او ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د والیبال سیالیو په پرانیستغونډه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو هم برخه لرله.
