د کرنې پوهنځي د غونډو تالار د ارواښاد استاد پوهنوال سیداجان عتیق عبدیاني په نوم ونومول شو

sakhizada_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۲
iamge

 

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د غونډو تالار د دې پوهنځي د مخکېني رئیس او استاد ارواښاد پوهنوال سیداجان عتیق عبدیاني په نوم له نومول کېدو وروسته رسماً پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري منسوبينو سربېره د ننګرهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال او نورو مسؤلینو هم برخه لرله.

د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال ارواښاد عبدیاني په هېواد او ولس مين شخصیت ياد کړ، چې په وينا يې، د عمر زیاته برخه يې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا او په یاده برخه کې د هېواد د بچيانو په روزنه او خدمت کې تېره کړه.

نوموړي وويل: د ارواښاد استاد په نوم ددې تالار له نومول کېدو یې موخه د هغه د ترسره کړیو خدمتونو تقدیر او د نوم ژوندي پاتې کېدل دي.

د ننګرهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال پوهنوال ببرک میاخېل د ارواښاد عبدیاني په علمي او اکاډمیکو فعالیتونو او کارنامو رڼا واچوله او د هغه په نوم یې د تالار نومول د پوهنتون د ادارې پر ځای ګام وباله.

د ارواښاد عبدیاني د کورنۍ په استازيتوب د نوموړي مشر زوی کیهان عتیق عبدیاني د پوهنتون له مشرتابه او د کرنې پوهنځي له مسؤلینو او استادانو مننه وکړه، چې ارواښاد استاد یې هیر کړی نه دی او په نوم یې د کرنې پوهنځي یوه برخه ونوموله.

د غونډې په دویمه برخه کې د مسؤلینو او استادانو له خوا د کرنې پوهنځي د موټرو تم ځای هم پرانیستل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu