یاد به دې زه کړم، ښاد دې خدای کړه!

sakhizada_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۸:۵۹
image

 

د مننې پیغام!

د ننګرهار پوهنتون اداره د پریسټن انګلیسي ژبې انیستیتیوت د مشر انجنیر بهارالله دانش شګیوال، د الياس افغان ودانيز شرکت رئيس انجنير خان محمد دوست، د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیر سباوون، ټولنیز فعال حاجي اسرار اکبري، د ځوان ټولنیز بنسټ مرستیال خبیب امیري او د یاد بنسټ د غړي انجنیر نصیرالله سنګین مننه کوي، چې ننګرهار پوهنتون سره یې د لسګونو زینتي بوټو مرسته وکړه او په خپلو نومونو یې نیالګي کېنول.

ننګرهار پوهنتون د یادو ښاغلو د ملي او هېوادني احساس مننه او قدردانی کوي او دا له خپل علمي کور (ننګرهار پوهنتون) سره د دوی ځانګړې مینه او علاقه بولي.

مونږ له همدې ځایه په خپلو ټولو با احساسه وطنوالو غږ کوو، چې د ننګرهار پوهنتون او ټولو تحصیلي بنسټونو په علمي او رغنیز پرمختګ کې ونډه واخلي او په دې توګه د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي.

منندوی

پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال

د ننګرهار پوهنتون رئیس

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu