د ننګرهار پوهنتون محصل د ختیز زون په کچه د لومړي مقام ترلاسه کولو له امله وستایل شو

sakhizada_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۸:۵۱
Image

 

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصل او د سولې مرکز د ځوانانو کلب مشر عزت الله منصف د ختیز زون د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د مقاله لیکنې او ویناوالۍ په سیالۍ کې د لومړي مقام ترلاسه کولو له امله د دې پوهنتون د مشرتابه له خوا تقدیر شو.

د مقاله لیکنې او ویناوالۍ یاده سیالي د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ بنسټ (AFCAC) له خوا (د فساد په مخنیوي کې د ځوانانو رول) تر سرلیک لاندې په ختیځ کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د محصلینو تر منځ جوړه شوې وه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ښاغلي منصف ته د سیالۍ د لومړي مقام خپلولو له امله مبارکي وویله او مننه یې ترې وکړه، چې په خپلې وړتیا یې د نوموړې سیالۍ د ګټې معنوي ویاړ د ننګرهار پوهنتون په نوم کړ.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ننګرهار پوهنتون یو تن محصل د پوهنتونونو تر منځ د سیالۍ لومړی مقام خپلوي، بلکې له دې وړاندې هم ددې پوهنتون محصلینو د ټول هېواد په کچه د IT، نړیوالو محاکمو (جیسیپ)، د ملګرو ملتونو د تمثیل او ګڼو نورو سياليو کې لومړي مقامونه خپل کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu