ننګرهار پوهنتون کې (د ننګرهار د اتلولۍ مناظره) ترسره شوه

nu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۸:۵۸
image

 

یاد دوه ورځنی پروګرام د اندیشه وِران بنسټ په نوښت ددې پوهنتون د محصلینو خدمتونو د انسجام په امریت کې جوړ شوی ؤ، چې د ننګرهار او خراسان پوهنتونونو ۳۲ تنو محصلینو په کې برخه لرله.

د مناظرې د پای مراسمو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي وویل: له دغه ډول پروګرامونو یې موخه په اړونده برخه کې د محصلینو ظرفیت لوړونه او د دوی تر منځ د زغم او تفاهم فرهنګ دودول دي.

ښاغلي هاشمي د اندیشه وران بنسټ له مسؤلینو مننه وکړه، چې د محصلینو او ځوانانو په روزنه کې له ننګرهار او نورو پوهنتونونو سره مرسته کوي.

د اندیشه وران بنسټ مسؤلینو بهارا حسیني، حسن حمید او د یادې ادارې د ننګرهار څانګې مسؤل وحید زهیر د غونډې نور ویناوال وو، چې د مناظرې د موخو او نورو خواوو په اړه یې برخوالو ته معلومات ورکړل.

د غونډې په پای کې د مناظرې د دوه ټیمونو ګټونکو ګډونوالو همیم الله ساپي، ریاض الله مقامزي، مبشر شاه میاخېل او سلما حمید ته ایوارډونه او پاتې ګډونوالو ته سندونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې د مناظرې غوره ویناوال فرید مومند او سلما دیاني وټاکل شول، چې د مسؤلینو له خوا تقدیر شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu