ننګرهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز د نوې ودانۍ پرانیسته وشوه.
ننګرهار پوهنتون کې د شهید افسرخان ستانکزي کورنۍ له خوا د نږدې شل میلیونه افغانیو په ارزښت د استادانو او محصلینو د تحقیقاتي فعالیتونو لپاره د څېړنیز مرکز نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
د مسؤلینو په وینا، یاد تحقیقاتي مرکز د ۴۰۰ متر مربع په مساحت درې پوړونو کې جوړ شوی، چې د کنفرانسونو لوی تالار، څېړنیز لابراتوارونه، کمپیوټر لیب، کتابتون، د غونډونو تالار او اداري خونې لري، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره به د ختیځو ولایتونو د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادان او محصلین په کې د ټولنې ستونزو او اړتیاوو ته په کتو څېړنې ترسره کوي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د پوهنتون مشرتابه او پوهنځیو رئیسانو، ولایتي ادارې مسؤلینو، علماء کرامو، د مرسته کوونکې کورنۍ غړو، د خصوصي سکتور استازو، سترو تاجرانو، د پوهنتونونو مسؤلینو او استادانو برخه لرله.
د غونډې ښه راغلاست او پرانیستې وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د مرسته کوونکې کورنۍ غړو د دې فکر او احساس ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د پوهنتونونو کیفیت ښه والی او معیاري کول د ملک په پرمختګ کې اساسي رول لري او د علمي بنسټونو هر راز ملاتړ د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي د یاد تحقیقاتي مرکز مسؤلینو، استادانو او محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې له دې مرکز څخه څرنګه چې لازمه ده په اعظمي توګه استفاده وکړي او په داخلي سوداګرو یې غږ وکړ، چې د شهید افسر خان ستانکزي کورنۍ په څېر فکر او احساس خپل او ننګرهار پوهنتون سره په اړتیا وړ برخو کې مرستې او همکاري ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپله وینا کې د جوړ شوي څېړنیز مرکز په ارزښت، ګټو، د پوهنتون تحقیقاتي بهیر څرنګوالي او د څېړنو په معیاري کېدو کې د دې مرکز پر نقش خبرې وکړې.
د افسر خان ستانکزي د کورنۍ مشر الحاج بازمحمد افسرزي ننګرهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز جوړېدو په انګېزه خبرې وکړې، د مسلکي کادرونو په روزنه یې ټینګار وکړ او مختلفو برخو کې د خپلې کورنۍ ترسره کړیو مرستو یادونې ترڅنګ یې راتلونکې کې د نورو شتمنو په ملتیا ننګرهار پوهنتون سره د مرستو ژمنه وکړه.
د ننګرهار ولایت مقام د فرهنګي چارو سلاکار مولوي سمیع الله سمون د غونډې بل ویناوال و، چې بېلابېلو برخو کې د ستونزو حل په موخه د څېړنو ترسراوي په اړتیا یې خبرې وکړې، یاد څېړنیز مرکز یې د ننګرهار او نورو پوهنتونونو لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله او راتلونکي کې یې د ورته اقداماتو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
غونډه د ولایت مرستیال والي، پوهنتون مشرتابه او نورو مسؤلینو له خوا د شهید افسرخان ستانکزي کورنۍ غړو ته د تقدیرنامو، اعزاز لونګیو په سرولو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس په دعا سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
