د وترنري علومو پوهنځی د ستراتيژیک پلان موخې د (۱۴۰۱ - ۱۴۰۵) کال پورې

د وترنري علومو پوهنځي موخې

 د وترنري علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په وړاندیز د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۷۲ هـ ش کال د پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شوی، په پیل کې یې پری کلینک او کلینک څانګي درلودي، چې په کال ۱۳۷۳ هـ ش کې یې په رسمي ډول په فعالیت پیل وکړ.  اوسمهال د وترنري علومو پوهنځی څلور څانګي لري چې عبارت دی له کلینک،پری کلینک،پاراکلینک او حیواني تولیدات. پوهنځي پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:

  1. د راتلونکی لپاره  د رهبرانو روزل
  2. د څيړنيزو لاسته راوړنو وړاندي کول
  3. د نړۍ او سیمي په کچه چلنجونو ته ځواب ويل
  4. ټولنې ته د مسلکي کادرونو وړاندې کول.
  5. د فوق لسانس برنامو ايجادول.
  6. د ټولنې له اړتياوو سره سم د نوو څانګو رامنځته کول.
  7. انساني ټولنې ته باکیفيته صحي حيواني محصولات وړاندې کول.
  8. د بازار د غوښتنو سره سم د معياري زده کړو برابرول.
  9. د حيواني صحت په برخه کې د نړيوالو ادارو سره تواميتونه.

 

د ننګرهار پوهنتون ستراتیژیکو موخو په رڼا کې د وترنري علومو پوهنځي بنسټيزي موخې او برنامې

۸. ۱. لومړۍ لويه موخه: د علمي څېړنو او نواورۍ پراختيا او هڅونه

په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه د ستونزو د حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو پواسطه علمي نهادونه په خپلو صادراتو او عوایدو کې زیاتوالی راولي، چې په پایله کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي. بناً د وترنري علومو پوهنځي هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. علمي څیړنو په برخه کې د استادانو او محصلینو ظرفیت لوړونه
  2. استادانو او محصلینو څيړنیزو پروژو لپاره مالي امکانات (Research grant) ترلاسه کول
  3. څيړونکو محصلانو او استادانو ته اړیني اسانتیاوی برابرول
  4. علمی څيړنو عصری او په معیار برابر سیستم رامینځته کول
  5. د استادانو او محصلینو علمي څیړنو لپاره د سهولتونو برابرول
  6. د څانګو په سطحه د لابراتوارونو معیاری کول ۱۴۰۴ل.ل
  7. د څېړنيزو پروژو د ترسره کولو لپاره د بودېجې سهولتونه برابرول.
  8. له نړيوالو پوهنتونونو څخه د څېړنیزو پروګرامونو لپاره د مرستو جلبول.
  9. د موجوده لابراتورونو ښه تجهیز او رغونه.
  10. د څېړنيزو پروژو د لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول.
  11. د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو حل لپاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول.
  12. د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصلینو روزل.
  13. د څېړنيزو پروګرامونو په خاطر د پوهنځي استادان بهرنيو هېوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.

۸. ۱.۱. فوق لسانس برنامې

د هېوادونو او ټولنو د پرمختګ او وروسته پاتې والي لامل د اړوند هېواد د وګړو د پوهې او علمیت د کچې سره تړاو لري. د کومو هېوادونو پوهنتونونه چې خپلو وګړو ته د علمي او مسلکي زده کړو لپاره لسانس او فوق لسانس فعاله پروګرامونو لري هېوادونو یې په هر اړخيزه توګه پرمختګ او وده کړې ده او وګړو ته یې د هوسا ژوند کولو اسانتیاوې برابري کړې دي. همدا علمي پروګرامونه دی چې د ژوندانه مختلفی ستونزې حلوي او د پرمختګونو لپاره لوری ټاکي چې یاده کړنه د پوهنتونونو یو له مهمو دندو شمېرل کېږي. په دی توګه د وترنري علومو پوهنځی د هېواد پرمختګ لپاره هوډ لري چې د فوق لسانس پروګرامونه د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې ایجاد کړی ، چې په دې پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په راتلونکو پنځو کلونو کې د ماسترۍ پروګرامونه رامنځته کول
  2. نویو علمي پروګرامونو د ایجاد لپاره د لازمو کادرونو، وسایلو او امکاناتو چمتوالی
  3. د څېړنو لپاره د اسانتياوو برابرول
  4. د نوماندانو د انتخاب لپاره د غوره معيارونو ټاکل
  5. د پروګرام د پايښت لپاره د اغېزمنې استراتيژۍ انکشاف
  6. ټولنې ته د خدمت لپاره د غوره او لوړ کېفيت فارغانو وړاندې کول

د نویو علمي پروګرامونو ایجادول.

A. ماسټرۍ پروګرام

  • په صحت عامه کې د ماسټرۍ پروګرام  (۱۴۴۶ هـ. ق کال)  / (۱۴۰۳ هـ. ش) 

B. نویو څانګو ایجاد

  • د غذايي موادو حفظ الصحې او تکنالوژۍ څانګه  (۱۴۴۶ هـ. ق کال) / (۱۴۰۳ هـ. ش)

۸. ۲. دويمه لویه موخه: اداري ريفورم او د سېستم رامنځته کول، ښه حکومتولي او له فساد سره مبارزه

۸. ۲. ۱. رهبرۍ

د وترنري علومو پوهنځي اداري جوړښت د رهبرۍ په راس کې د پوهنځي رییس،مرستیال، تدریسي مدیر او اجراییه مدیر قرار لري. د دې تر څنګ، پوهنځی د څلورو بېلا بېلو څانګو لرونکی دی چې د اړوندو څانګو آمرینو لخوا اداره کېږي. همدارنګه، پوهنځی مختلفې کمېټې لکه (د کېفیت تضمین، تحقیق، درسي نصاب او کریکولم، فرهنګي،چاپيريال ساتنې، ماسترۍ برنامې د ايجاد، ستراتېژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین او شکایتونو اورېدو او ازموینو کمېټې) لري چې ځانکړې کاري لایحې لري. د پوهنځي د څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنځي رییس، مرستیال، د څانګو آمران او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمنه توګه پرمخ روانې دي. د پوهنځي ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهیر تل څاري. پوهنځی د خپلو ټولو کړنو په برخه کې د لوړو زده کړو مؤسسو او د هېواد نافذه قوانين، پاليسۍ، مقرري او لواېح رعايتوي.

 د پوهنځي رئیس، مرستیال، د څانګو امران او نور اړوند مسوولین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځي مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت لوړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړې چارې د ترسراوي په موخه یې د اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې مدیریت رامنځته کړی؛ چې ښه اداري روزنه وویني. د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنځي اداره د څارنې(د کېفیت د تضمین کمېټه) ځانګړي میکانیزمونه لري چې باوري کړي، چې د پوهنځي ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصلین په اغېزمنه توګه له یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي. د پوهنځي اداره لاندې ذکر شويو کارونو په ترسره کولو کې هڅې کوي:

  • د اړتياوو په نښه کول او د رفع کولو لپاره يې کوښښونه.
  • ستونزو او ګواښونو ته لاسرسی.
  • د کارونو د ځنډولو، تعصب او بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه.
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولايت مقام، ډونرانو، پراختيايي شريکانو او نورو تمويلوونکو ادارو او اشخاصو سره د ښو اړيکو ټېنګول.
  • د استادانو، کارمندانو، محصلانواو مراجعينو، شکاياتو ته په وخت رسيدګي کول.
  • د غیري تمرکز سياست په خپلولو کې کوښښونو ته دوام ورکول.

۸. ۲. ۲. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي

 دا چې مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي د روزنیزو ادارو اصل تشکېلوي. د یادو چارو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچې د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالیسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شوې ده، په نږدې راتلونکې کې لومړی د مرکز په پوهنتونونو او بیا وروسته د زون څلورو پوهنتونونو کې عملي کوي. د دغې مقررې پر بنسټ به پوهنتونونه وکولای شي د عایداتو شونتیاوې تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي. له یادې بودیجې څخه به د وترنري علومو پوهنخی په لوړه کچه ګټه واخلي. پوهنځی به دمالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره او خپل عواید زیات کړي:

  1. د فوق لسانس پروګرام ایجاد او ورته پراختیا ورکول.
  2. د پوهنځي حیواني تدریسي کلینک په اساسي ډول د عصر د غوښتنو سره سم چمتو کول
  3. د پوهنځي لابراتوارونو مجهزول او پراختیا.
  4. څېړنیز نندارتونونه جوړول.
  5. لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول.
  6. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول.
  7. د څيړنيز فارمونو ايجاد او ترميمول

پوهنځی به د اکاډميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

  1. د لسانس موجود پروګرام ته وده او پراختیا ورکول.
  2. د وخت، سیمې او ښکېلو خواوو غوښتنو او اړتیا سره سم په تحصیلي نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول.
  3. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول.
  4. له ملي او نړیوالو اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل.
  5. د درسي کتابونو چاپولو ته پراختیا ورکول.
  6. د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخېستل.
  7. د پوهنځي د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول.

پوهنځی به د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

  1. د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکېل زیاتوالی.
  2. د دفتري چارو زوړ اداري سیستم نوی کول.
  3. د معلوماتو او ارقامو د خوندي پاتې کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول.
  4. د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول.
  5. په اداري چارو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسايلو کارول.

۸. ۲. ۳. د فساد پر وړاندې مبارزه

 فساد یوه شومه پدیده ده او د پرمختګونو د مخنیوي لامل ګرځي، د وترنري علومو پوهنځی په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنیوي په موخه لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د اداري فساد مخنیوي اړوند ټولییز پوهاوی.
  2. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د مقرراتو، لوایحو او قوانینو پلي کول او څارنه.
  3. په پوهنځي کې د فساد اړوند مواردو معلومول او ورته حل لارې پیداکول.
  4. د پوهنځي د ټولو چارو څخه څارنه.
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رایجول او پلي کول.
  6. دفتري چارې له انالوګ څخه ډیجیټل سیستم ته اړول.
  7. د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی کول.
  8. د ملي وحدت پر وړاندې د ستونزو او ننګونو له منځه وړل او د ملي يو والي د پياوړتيا په موخه د علمي پروګرامونو پلي کول.

۸. ۲. ۴. اداري بیروکراسي

 په نړیواله کچه په ادارو کې بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوی اصل ګڼل کېږي، چې ادارې یو لړ مهم اسناد د شواهدو په توګه له ځانه سره په پرلپسې توګه وساتي. خو په ځینو مواردو کې منفي بیروکراسي چارې له ځند سره مخ کوي لکه: د وخت ضايع کول، د چارو نه ترسره کېدل، فساد او د مصارفو زیاتوالی. پر همدې بنسټ وترنري علومو پوهنځی تل کوښښ کوي چې د چارو د ګړندیتوب، شفافیت او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې چاری ترسره کړي:

  1. د معلوماتي ټکنالوژۍ په وسیله د پوهنځي اداري سیستم نښلول.
  2. په اداري پروسه کې نا اړینې کاغذ پرانۍ لمنځه وړل.
  3. د اداري چارو د شفافیت په پار د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول.
  4. په اداري چارو ګمارل شویو غړو ته د مسوولیت په پام کې نیولو سره د صلاحیت ورکول.

۸. ۲. ۵. د عملیاتي پلان تاییدول

 د ستراتېژیکوموخو لاسته راوړلو لپاره د عملیاتي پلانونو او طرحې  وخت او شونتیاوې  په پام کې نیولو سره د مدیریت یو بنسټي اصل تشکېلوي، چې کارونه په ټاکل شویو وختونو کې په موثره توګه د مثبتو نتایجو په درلودلو سره ترسره شي. پر همدې ډول، پوهنځی د چارو د ښه سمون لپاره ضروري ګڼي چې د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره عملیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملیاتي پلان په جوړولو کې د څانګو شریکول
  2. د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
  3. د عملیاتي پلانونو د تطبیق څخه څارنه
  4. د پوهنځی د اړوند څانګو د عملیاتي پلان شواهد راټولول او ددی په بنسټ لازمې کړنې ترسره کول
  5. عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول
  6. د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول
  7. د اړونده خواو سره د تطبيق لپاره د پلانونو شريکول

۸. ۳. دريېمه لويه موخه: د کریکولم پراختیا

 دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي موسسې اړ دي،چې خپل درسي نصابونه یا کریکولمونه د وخت، بازار او د نوي عصر د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثبت بدلونونه رامنځته کړي. د وترنري علومو پوهنځی د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د شرکاوو[1] غوښتنو ته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د پوهنځي په کچه د کریکولم د کمېټې پیاوړي کول.
  2. د کریکولم کمېټې غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې پالیسي تهیه کول.
  3. د پوهنځي په کچې د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول.
  4. د کرېکولم په بیاکتنه کې د مسلکي اشخاصو او کارګمارنې ادارو سره مشورې کول.
  5. له اړتيا سره سم له نړيوالو پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمونه کې ملتيا.
  6. له نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو تدریسي کتابونو ترلاسه کول.
  7. له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول.
  8. د کریکولم پلي کېدو د ډاډ په موخه له اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول.
  9. د کارګمارونکو سره په مشورو او همغږۍ د کريکولم بيا کتنه او سمون ترسره کول.
  10. پوهنځي ریس، ډیپارتمنتونو امرین، د کريکولم د کمېټې غړي محصلينو ته تهيه کېدونکو درسي موادو له کېفيت څخه څارنه کول.

۸. ۳. ۱.  د ښوونیزو موادو چمتو والی

 نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړوند درسي مواد په نویو میتودونو چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، چې پایله به يې د همدغه پوهنځي د لوړې درجې او باور تر لاس کول وي. پوهنځی په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم کمېټې ته پراختيا ورکول.
  2. په پوهنځي کې د کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول.
  3. د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړو د تالیفاتو چارو ته خاصه پاملرنه کول.
  4. د پوهنځي د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېواد څخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول.
  5. د سيمې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د پوهنځي درسي نصاب برابرول.

۸. ۳. ۲. د تدريس نوي مېتودونو پلي کول

د لوړو زده کړو وزارت نوي ستراتيژيک پلان يو موخه د لوړو زده کړو په برخه کې د تدريس عنعنوي ميتود د OBE موخو په بنسټ زده کړې او SCL شاګرد محورۍ بدلول دي. شاګرد محوري او د موخو په بنسټ زده کړې له ۲۰۰۰م کال څخه د نړۍ په ډېرو پوهنتونونو کې عملي شوي دي. د زده کړو په دې ډول سېستم کې محصلين د زده کړو په ټولو فعاليتونو کې ډېره او فعاله ونډه اخلي، موخې ټاکل کېږي او د زده کړو ټول فعاليتونه د موخو په بنسټ جوړيږي او ترتیبيږي. د محصلينو ارزيابي هم د موخو په بنسټ ترسره کېږي. په دې اړه به لاندې ذکر شوې کړنلارې تعقيبيږي:

  • استادانو ته په يادو مېتودنو کې د ټرېننګونو برابرول.
  • د نويو مېتودونو د پلې کېدو لپاره د اړينو موادو او وسایلو تهيه کول.

د هر تدريسي سمستر په پای کې د پايلو پر بنسټ زده کړې او شاګرد محوري تدريس پلي شويو نوو مېتودونو ارزيابي او د ستونزو حل او اصلاحاتو لپاره لارې چارې لټول.

 ۸. ۴. څلورمه لويه موخه: په پوهنځي کې د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې د معيارونو له تطبيق څخه ډاډ ترلاسه کول

 پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي. نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکوونکو ادارو لخوا دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې داړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار مختلفې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والي لامل ګرځي. د وترنري علومو پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کېفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د ملي او نړیوال تضمینوونکو ادارو څخه د کېفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل.
  2. په ملي او نړیواله کچه د پوهنځي د خدماتو کېفیت او درجې لوړول.
  3. د کېفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول.
  4. په ټولنه کې د پوهنځي د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل.
  5. په پوهنځي کې د معیاري زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول.
  6. د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول.
  7. د کېفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره همغږي.
  8. په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول.
  9. د پوهنځي د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو څانګو سره همغږي.
  10. د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول.
  11. محصیلنو، اداري او علمي کادر غړو ته کېفیت ښه والي معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول.

۸. ۴. ۱. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول

څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسره کولو لپاره د مدیریت څلورم اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا له تېروتنو څخه مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترلاسه کېږي چې کارونه په معیاري ډول له پلان سره سم پر مخ ځي. په دی ډول څارنه او ارزونه د شفافیت رامنځته کولو او ستونزو حل لپاره مهمه کړنه شمېرل کېږي او د کارونو د پراختیا او پرمختګ لامل ګرځي. پوهنځی له پلان سره سم د خپلو کارونو سرته رسولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د ارزونې او څارنې په برخه کې لاندې چارې ترسره کوي:

  1. د پوهنځي د رهبرۍ په کچې له چارو څخه لیدنه او د سمون په موخه لازمې پرېکړې کول.
  2. د اداري کړنو په هکله له پوره دقت څخه کار اخېستل.
  3. د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول.
  4. د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول.

۸. ۵. پنځمه لويه موخه: د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د موجوده شونتیاوو په وسیله خپلو خدمتونو ته پراختیا ورکوي، دې موخې ته د رسېدو لپاره پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچېنو اسانتیاوې رامنځته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه د وترنري علومو پوهنځی هم په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. پوهنځي کې د برېښنايي زده کړو کمېټې غښتلي کول.
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه استادانو ته د ورکشاپونو برابرول.
  3. په ټولو څانګو کې د برېښنايي زده کړو عامول.
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کول.
  5. د برېښنايي زده کړو لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ رامنځته کول.
  6. د پوهنځي ټولو محصلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معلومات ورکول.

۸. ۵. ۱. معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

په نړۍ کې معلوماتي ټکنالوژي د معلوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب، د اړیکو په ټینګولو، ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړې کړي. وترنري علومو پوهنخی به هم له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو انسجام او چټکتیا په موخه راتلونکې کې لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول.
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا.
  3. د اي ټي(IT) امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا.
  4. وای فای (Wi-Fi) ته پراختیا ورکول.
  5. د پوهنځي اړوند ټولې څانګې د معلوماتي ټکنالوژۍ په وسیله نښلول.
  6. د پوهنځي ریاست او اداري مدیریت په ګډون ټولو څانګو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول.
  7. د معلوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول.

۸. ۶. شپږمه لويه موخه: د زېربناوو پراختيا او معياري کول

۸. ۶. ۱. زېربناوې

پوهنتونونه او تحصیلي موسسات په هڅه کې دي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونو ترلاسه کولو لپاره مادي شونتیاوې او د اړتیا وړ زیربناوې ولري. همدارنګه اړینه برېښي چې د راتلونکې لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چې په پراخه کچې د لوړو زده کړو بېلابیلو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. د وترنري پوهنځی د زېربناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  1. د پوهنځي د ریاست، څانګو، تدریسي او اداري ودانۍجوړول.
  2. د څانګو اړوند لابراتوارونه په ښه ډول مجهز کول.
  3. د پوهنځي کتابتون ډیجیټل کول.

۸. ۶. ۲. د ښوونیزو ودانیو رغونه

۱. د وترنري علومو پوهنځی (۱) يوه ودانۍ لري خو په راتلونکو پنځه کلونو کې رغونې او بشپړې پراختيا ته اړتیا لري.

 

۸. ۶. ۲. د لابراتوارونو او نورو ښوونیزو زېربېناوو پراختیا

  1. د پري کلينيک څانګې د لابراتوار د اړتيا سره سم مجهز کول.
  2. د پاراکلينيک څانګې د لابراتوار د اړتيا سره سم مجهز کول.
  3. د حيوانی توليداتو څانګې د لابراتوار د اړتيا سره سم مجهز کول.

۸. ۶. ۳. د نويو ودانیو او میدانونوجوړول

  1. د یوې معياري ودانۍ جوړول چې اداري خونې، تدريسي خونې، لابراتوارونه، ډیپو، تشنابونو، د مشاورې خونې او نورو لرونکې وي.
  2. معیاري کتابتون جوړول
  3. معیاري کنفرانس هال

۸. ۷. اوومه لويه موخه: ظرفیت لوړول

د پوهنتونونو او علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې توګه دوترنري علومو پوهنځی په پام کې لري چې د یو با کېفیته پوهنځي په توګه ډول ډو ل ساینسي او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلې وي.

۸. ۷. ۱. علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول

 دا چې وترنري علومو پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقرراتو سره سم په علمي، او مسلکي برخه کې ټولنې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې کادر جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  2. د پوهې او ښو اخلاقو په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو استادانو ګمارل.
  3. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر ته لومړيتوب ورکول.
  4. په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافيت اصل په نظر کې نیول.
  5. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول.

۸. ۷. ۲. د کادري غړو ظرفیت لوړول

 د پوهنځي د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوند څانګو کادري غړي ګڼل کېږي. کادري غړي د پوهنځي چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د موخو تحقق لپاره مادي او معنوي سرچېنې پیدا کوي اوبیا ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. په دی توګه د وترنري علومو پوهنځی د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په خاطر لاندې چارې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  1.  د پوهنځي کادري استادانو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  2. د پوهنځي پرسونل ته د نويو اړتياوو له مخې د داخلي ټريننګونو فرصتونونو برابرول.
  3. پوهنځي تدريسي غړيو ته د زده کړې د معاصرو تخنيکونو برابرول.
  4. اداري مديران په هغه مهارتونو سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  5. په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  6. د ستراتيژيک پلان د پلي کېدو په اړه د اداري پرسونل روزل.
  7. تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو بهرنیو ژبو د روزنې اسانتیا برابرول.
  8. پوهو او وړ استادانو لپاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو دعملي کولو اسانتياوو برابرول.

۸. ۸. اتمه لويه موخه: د تقنيني او تخنيکي اسنادو د بيا کتنې تعديل او تدوين په اړه طرحې وړاندې کول

که څه هم د وترنري علومو پوهنځی په یاده برخه کې خپلواکۍ او مسولیت نلری، بیا هم  د ننګرهار پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ټولو تقنیني احکامو پلې کولو ته ژمن دی د اړتیا پر مهال د لارښوونې، مسلکي او علمي مرستې کولو ته چمتوالې لري.

۸. ۹. نهمه لويه موخه: له علمي او غير علمي نهادونو سره د اړيکو پپاوړتيا او پراختيا

 علمي تواميتونه د ظرفيتونو لوړولو، تجربو شريکولو او مرستو په جلب کې د پوهنځي سره ډېره مرسته کولی شي. ننګرهار پوهنتون په تېرو لسو کلونو کې له بېلابېلو ملي او نړېوالو پوهنتونونو سره تواميتونه لاسلیک کړي دي چې دې پوهنتون ته خورا ګټور تمام شويدي. د وترنري علومو پوهنځی په پام کې لري چې په راتلونکو پنځه کلونو کې له ملي او نړیوالو پوهنتونونوسره علمي تواميتونه لاسلیک کړي، چې د پوهنځي د کارونو په سمون او پرمختګ کې به د پام وړ همغږي رامنخ ته کړي. پوهنځی به په راتلونکو پنځو کلونو کې تواميتونو ا یجادولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د بهرنیو اړیکو او مرستو د جلب په پار پوهنځي شموله کمېټه ایجادول.
  2. په یاده کمېټه کې د تجربه لرونکو او ژمنو کادري غړو ځای پر ځای کول.
  3. یادې کمېټې ته پالیسي جوړول او اړوند ټولې شونتیاوې برابرول.
  4. د یادې کمېټې کارونو ته د پوهنتون لخوا پوره پاملرنه او پراختیا ورکول.
  5. د یادې کمېټې پر مټ سیمه ییزو او نړیوالو پوهنتونونو سره د توامیتونولاسلیک کول.

. ۹. ۱. د مرستو جلبول

 په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یوازې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو سر ته رسولو په برخه کې داخلي او بهرنۍ مرستې جلب کړي. د وترنري علومو پوهنځی هم د خپلو کارونو د ښه ترسره کولو او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  1. د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټې ته پراختیا ورکول.
  2. له اړوند ملي او نړیوال پوهنتونونو سره توامیتونو لاسلیکول.
  3. کمېټې ته د اړوند چارو د ترسره کولو لپاره د پلانونو او پالیسیو ترتیب او برابرول.
  4. له توامیتونو او اړیکو څخه د پوهنځي په هر اړخیز پرمختګ کې موثره ګټه پورته کول.
  5. په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په عملي او علمي زده کړو کې د همغږیو رامنځته کول.
  6. د پوهنځي د فزيکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقيقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول.

۸. ۹. ۲. په ټولنه کې ونډه اخېستنه

د پوهنتونونو او علمي نهادونو د لیدلوري اساسي موخې دا وي چې څنګه دوی د خپل موثر او اغیزمن ماموریت په ترسره کولو سره د ټولنې، هېواد او نړۍ په کچه د ستونزو په حل کې فعاله ونډه واخلي یا دا چې ټولنې او هیواد ته د هر اړخیز پرمختګ لپاره طرحې او برنامې جوړې کړي. پوهنځي هم خپل لیدلوري ته په پام او د خپل اغیزمن ماموریت پربنسټ د خپلو اړوندو څانګو د علمي کادر د غړو او محصلانو د څېړنو پایلې او موندنې له اړوندو ادارتو سره شریکوي ترڅو لدې لارې د ټولنې شته ستونزې په ګوته کړي او په حل کې یې فعاله ګډون وکړي. د نوموړې چارې د اغیزمن ترسراوي لپاره پوهنځي څېړنیز کلیسنونه دایروي چې پکې ټولو اړوندو ادارو (رسمي او خصوصي سکتور) ته د ګډون بلنه ورکول کېږي او لدې لارې له هغوی سره د استادانو او محصلانو د څېړنو پایلې او حل لارې شریکوي. همدا شان پوهنځي په نورو برخو کې هم په ټولنیزو موضوعاتو کې فعاله برخه اخلي.

۸. ۱۰. لسمه لويه موخه: لوړو زده کړو ته عادلانه لاس رسی

زده کړې د وګړو له بنسټي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون مطابق په پام کې نیول شوې دي. د وترنري علومو پوهنځی هم لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه وترنري علومو پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونوکې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه وګړو ته عامه پوهاوی ورکول.
  2. د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره علمي پروګرامونو ته د محصلینو ورپېژندل.
  3. له توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول.
  4. د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول.

۸. ۱۰. ۱. لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی

 هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي. د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی ولري. ننګرهار پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو کې ( سهار او له وخته وروسته) پرمخ بیايي. همدارنګه د وترنري علومو پوهنځی هم هڅه کوي تر څو دې پوهنځي ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه په راتلونکو پنځو کلونوکې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په پوهنځي کې له ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول.
  2. علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول.
  3. عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره معلومات ورکول.
  4. د وخت له غوښتنو سره سم د نوو علمي پروګرامونو رامنځته کول.

 

 

[1]. Stakeholders

User account menu